IQNA

 که په افغانستان کې  ښځینه محصلینو ته اجازه ورنکړل شي،نو ډیرپوهنتونونه به بندشي 

14:53 - December 28, 2022
د خبر لمبر: 3486668
ایکنا-(تهران)د افغانستان د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه خبرداری ورکوي چې که ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي د اقتصادي ستونزو له امله به ډېر پوهنتونونه وتړل شي.

د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.

ناصري په دې اړه وويل: اقتصادي ستونزې زياتې شوي او اوس له ٣٠ تر ٣٥ پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که دغه ستونزه حل نه شي ښايي وتړل شي.

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې پراته خنډونه به لیرې کړي.

د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیې اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې شاوخوا ۲۰۰ زره محصلین په کې زده کړې کوي.  د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړې او روزنې بهير وځنډاوه. یو داسې عمل چې سخت داخلی او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125416

captcha